د کیفیت د تضمین معیارونو او اعتبار ورکولو د تطبیق رول په علم تولید کې

27 قوس 1402

لنډیز

د کیفیت تضمین او اعتبار ورکول د افغانستان د لوړو زده کړو مهمې برخې دي چې د علم تولیدوونکو ادارو ارزونې او د کیفیت د لوړولو معیاري تګلارو سمه پلي کول یې په هېواد کې د علمي نوښتونو په لور مهم ګامونه اخیستي دي. د علم تولید او کیفیت لوړولو لپاره ټاکل شوي شاخصونه شتون لري چې د یو بل سره په همغږۍ او د علمي کړنلارو په بنسټ د علم تولید لپاره عملي کېږي. د غوره کیفیت سره علم تولیدول پرته له دې چې شاخصونه او د دې پروسو عناصرو کې داخلي همغږي وي، چې یعنې د معیارونو سمه پلي کول، امکان نلري. اصلي پوښتنه دا ده چې د کیفیت تضمین معیارونو او اعتبار ورکولو پلي کول په علم تولید کې څه رول لري؟ داسې ښکاري چې د کیفیت تضمین معیارونو او اعتبار ورکولو پلي کول په علم تولید کې مثبت اغیزه لري. په دې څېړنه کې د تشریحي – تحلیلي طریقه کار اخیستل شوې او د کتابخانوي وسایلو، مقالو او معتبره وېبپاڼو څخه ګټه اخیستل شوې ده. موندنې ښیي چې د افغانستان د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو معیارونو پلي کول، لکه: ستراتیژیک پلان چې د موجوده حالتونو او واقعیتونو په اړه د لیدلوري سره، د علمي نوښتونو لپاره اغیزمنې تګلارې او تدابیر وړاندې کوي، او دغه ادارې د متخصصو او د نن ورځې علمي پوهې سره سمبال ځواک د روزنې له لارې د ټولنې په پراختیا کې برخه اخلي، د استادانو، کارمندانو او محصلینو لپاره د علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کولو لپاره پانګونه کوي، او همدارنګه د پوهې او علم ترلاسه کولو لپاره د آسانتیاوو او ټکنالوجیکي تجهیزاتو برابره کولو له لارې توانېدلي چې په لوړو زده کړو سیسټم کې لوی علمي بدلون رامنځته کړي.