د نړیوالو سازمانونو د تحلیلي تګلارې ارزونه په نړیوالو حقوقي نظامونو کې د حکومتولۍ په برخه کې: بنسټیز ځواک که جوړښتي کمزورتیا

5 حوت 1402

لنډیز

د حکومتولۍ مفهوم د هغو ادارو، پروسو او تړونونو په معنا دی چې سرچینې د هغوی له لارې څرګندېږي او واک پلی کېږي. حکومتولي یو خپلواک او له خپل ارزښت څخه ولاړ اصل نه دی، بلکې د نورو اصولو او ارزښتونو لکه قانونیت، ځواب ویلو او روڼتیا پر بنسټ ولاړ دی. د حکومتولۍ د ډاکترین اندېښنه یوازې د دې د تطبیق په اړه نه ده، بلکې د دې د عملي کېدو په لارو چارو کې دي، چې د هغې جوړښتي او ارزښتي ننګونې یې روښانه کړې دي. یاد شوي خنډونه د دې له امله دي چې په نړیوالو حقوقو کې لا هم ارزښتونه د هېوادونو ملي واک او صلاحیت پر بنسټ ولاړ دي. دا ارزښتونه په ډیرو مواردو کې د حکومتولۍ د عناصرو د پلي کېدو مخه نیسي. لیکوال د تشریحي - تحلیلي لارې څخه په استفادې دې پایلې ته رسېږي چې د حکومتولۍ نظریه په نړیوالو سازمانونو او نړیوالو حقوقو کې په یو ډول پېژندل شوې ده، خو په واقعي او حقیقي مانا نه ده تشریح شوې. په دې اساس، د حکومتولۍ فکر هڅه کوي چې په نړیوالو حقوقو کې ارزښتونه لکه قانونیت، څارنه، ځواب ویلو او روڼتیا تر یوه چتر لاندې راولي ترڅو د هر یو وړتیا د نورو خنډونو د لرې کولو لپاره وکارول شي. د نړیوالو حقوقو په ډګر کې د دې هر عنصر پیاوړي کول کولی شي د حکومتولۍ په ډګر کې د نورو عناصرو د پیاوړتیا لامل شي. کلیدي ټکي: ارزښتونه، حکومتولي، ځواب ویلو، نړیوال حقوق، قانونیت، روڼتیا.