
د پوهنتون جامي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی فارغ التحصیلانو د فراغت جشن ترسره کول
15 سنبله 1403
د ۱۴۰۳ کال د وږي ۱۳مه، سهشنبه شپه، د پوهنتون جامي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي فارغالتحصیلانو د فراغت جشن د هرات ولایت دولتي ادارو، د پوهنتون جامي د رهبري هیئت، استادانو، کارکوونکو او د فارغالتحصیلانو د والدینو په ګډون ترسره شو.
د دې جشن هدف د فارغالتحصیلانو تجلیل او د هغوی د زدهکړو په دوران کې د لاس ته راوړنو ستاینه وه.
محترم ډاکتر عتیقالله رحیمی، د پوهنتون جامي علمي معاون، د فارغالتحصیلانو او د هغوی د کورنیو لپاره د خوشآمدید او مبارکۍ په پیغام سره د هیواد په کچه د زدهکړو او تعلیم د اهمیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د هیواد د پرمختګ او ودې بنسټ تعلیم دی او دا بنسټ باید لا پیاوړی شي.
وروسته محترم ډاکتر محمد ابراهیم مصئون، د پوهنتون جامي د فوق لیسانس پروګرامونو آمر، د فارغالتحصیلانو پر مسئولیتونو خبرې وکړې.
سربېره پر دې، محترم محمد یونس قاضيزاده، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې د خونې رئیس، د علم د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې. همدارنګه، محترم استاد صفیالله سروش د فارغالتحصیلانو د والدینو په استازیتوب او محترم حمیدالله رسولی د فارغالتحصیلانو په استازیتوب خبرې وکړې او د پوهنتون جامي څخه د علمي او تعلیمي فرصتونو د برابرولو په خاطر مننه وکړه.
په پای کې، دا مراسم د فارغالتحصیلانو ته د تصدیقنامو او لوحو د ورکړې سره د محترم ډاکتر عبدالخالق حقاني هروي د دعا سره پای ته ورسېد.