د هرات پوهنتون د درملنې پوهنځی او د جامی پوهنتون د درملنې پوهنځی ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاريو د تفاهم‌نامه لاسلیک کول

14 قوس 1403

په علمي، څېړنیزو او تعلیمي اړیکو د پیاوړتیا او د پوهنتوني همکاريو د پراختیا په موخه، نن سه‌شنبه د ۱۳ قوس ۱۴۰۳ کال یوه غونډه د هرات د پوهنتون د درملنې پوهنځی او د جامی پوهنتون د درملنې پوهنځی ترمنځ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هرات پوهنتون رئیس شیخ عبدالغني حقاني د هیئت غړو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکاريو اړوند اړینیت او د پوهنتون جامی له همکاريو سره خپله مننه څرګنده کړه.

ورپسې، د جامی پوهنتون رئیس ډاکټر میرمحمد ایوبي د تفاهم‌نامې اړوند د خپلو خبرو په ترڅ کې د اکادمیکو نهادونو په رول باندې ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې دغه نهادونه د یوه ملت د هویت په څېر دي او باید د ټولنې د ودې او پراختیا لپاره کار وکړي.

په دې غونډه کې د علمي همکاريو د ارزښت په اړه بحثونه وشول، او د تفاهم‌نامې جزیات چې مخکې له مخکې دواړو لوریو له توافق سره وکتل شول، د درملنې پوهنځی د رئیس ډاکټر سید نعیم عالمي او د هرات پوهنتون د درملنې پوهنځی رئیس پوهندوی ډاکټر شفیق احمد جویا لخوا لاسلیک شو.