
د درملنې پوهنځی د دولسم سمستر د فارغانو لپاره د نظري دورې وروستي لکچر محفل ترسره شو۔
1 قوس 1403
د "وروستی لکچر" محفل د دولسم سمستر د محصلینو نظري دورې لپاره د جامی پوهنتون د کنفرانس په خونه کې د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په ۱مه نېټه د استادانو، دولسم سمستر فارغانو او د نورو سمسترونو محصلینو په ګډون ترسره شو.
محفل د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو. وروسته د درملنې پوهنځي رئیس په خپلو خبرو کې د دې تعلیمي پړاو ارزښت په ګوته کړ او فارغانو ته یې د عملي او مسلکي مرحلو ته د داخلېدو مبارکي ورکړه.
د پروګرام په اصلي برخه کې، ډاکټر عبدالباسط متین خپله وروستۍ لکچر د علمي موضوع (Carpal Tunnel Syndrome) په اړه وړاندې کړ.
همدارنګه، د دولسم سمستر یو فارغ د خپلو همدورهګانو په استازیتوب د جامی پوهنتون د رهبرۍ غړو، د درملنې پوهنځي مسئولینو او استادانو د زحمتونو مننه وکړه. هغه د خپلې تحصیلي دورې په زړه پورې خاطرې او ارزښتناکې تجربې له حاضرینو سره شریکې کړې.
محفل د کیک پرېکولو سره پای ته ورسېد!

