د جامي پوهنتون د «نشراتو او تولید مدیریت» بست بیا اعلان
11 ثور 1403د «جامي» پوهنتون د خپل اداري کادر د بشپړولو په موخه، د «نشراتو او تولید مدیریت» بست د دوهم ځل لپاره د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي. ګرانو کارجویانو ته خبر ورکول کېږي.
د غوښتنې شرایط:
- د تحصیلي سند درلودل (لیسانس او پورته)
- د رسنیو په چارو کې لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه
- د هېواد د رسمي ژبو (فارسي او پښتو) باندې تسلط
- د کمپیوټر پروګرامونو (د عکس او ویډیو ایډیټ کولو لپاره اړین سافټویرونه او د آفیس اړین پروګرامونه) باندې تسلط
- د سازماني او ارتباطي مهارتونو لرل
د دندې مسؤولیتونه:
- د پوهنتون اهدافو، پروګرامونو او فعالیتونو خپرول په مجله، ویب پاڼه او اړونده ټولنیزو رسنیو کې؛
- د پوهنتون د پروګرامونو او غونډو عکس اخیستل او ویډیوګانې جوړول؛
- په ملي او نړیوالو رسنیو کې د پوهنتون د «تبلیغاتي» خپرونو د قراردادونو تنظیم او همغږي کول؛
- د پوهنتون د معرفي کولو لپاره د تبلیغاتي کمپاینونو طرحه او تنظیم؛
- د عکس او ویډیو ایډیټ کول؛
- د تبلیغاتي کلیپونو جوړول؛
- او نور هغه موارد چې د پوهنتون جامي د رسنیو مدیریت د دندو په لایحه کې ذکر شوي.