د ماستری پروګرامونو د لومړۍ دورې کانکور په لرغوني هرات کې

25 قوس 1403

پرچمداري موقعیت علمي دې تمدني سيمې زموږ رسالت دی.
د پوهنتون جامي اووه ستوري په پوهې اسمان کې وځلېدل.

د پوهنتون جامي د اکادمیک اعتبار له امله، د هېواد د معتبرو پوهنتونونو په سر کې ځای لري. لومړي ځل لپاره په لوېدیځ افغانستان کې، دې پوهنتون د ۳ ماستري پروګرامونو جواز ترلاسه کړ:
۱- د سوداګرۍ مدیریت
۲- جزا او جرم‌پېژندنه
۳- نړیوالې اړیکې

همدارنګه د کمپیوټر ساینس په څانګه کې د ۲ لیسانس پروګرامونو لپاره جواز ترلاسه کړ:
۱- ډیټابېس
۲- شبکه

پوهنتون جامي دا د خوښۍ وړ بریا د علم‌دوستو خلکو سره شریکوي او دوی ته مبارکي وایي.

د پوهنتون علمي ټیم باور لري چې د دې روښانه افق په پرانیستلو سره، د علم او څېړنې تږو نسلونو لپاره به د نوې پوهې او تخصصي زده‌کړو لاره لا هم اسانه کړي.

د ماستري کانکور د ازموینې نېټه: ۲۳ د وږي ۱۴۰۳
د ثبت‌نام وخت: هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۶ بجو پورې.

علاقمندان کولی شي د نورو معلوماتو لپاره د پوهنتون د پذیرش څانګې ته مراجعه وکړي.
پته: هرات، د گوهرشاد کوڅې پای (قول اردو)، د تخت صفر تفریحي پارک مخې ته.

جامي: د پوهې لټونکو لپاره یو باوري ځای.