علمي سیمینار: د قرآن کریم او معاصر واقعیت له لارې د فقه اولویتونو مطالعه

29 جدی 1401

د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي په ۲۹مه، د جامي پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي علمي سیمینار د «د فقه اولویتونه د قرآن کریم او معاصر واقعیت له مخې» تر عنوان لاندې د پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو. په دې سیمینار کې ګڼ شمېر علمي او اداري غړو، د بېلابېلو ادارو مېلمنو او د پوهنتون محصلینو ګډون کړی و.

د غونډې پیل د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت وشو، چې د قاري صاحب حمیدالله محمدي لخوا وړاندې شو. وروسته د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي رئیس محترم استاد بصیر احمد نادی ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه. نوموړي د فقه اولویتونو اهمیت په ډاګه کړ او ویې ویل چې دا زموږ د وخت له مهمو اړتیاوو څخه ده. نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي ټولنو لپاره د عباداتو، معاملاتو او نکاح په اړه نوي مسایل راپورته کېږي، چې باید په دې چارو کې د اولویتونو په پام کې نیولو سره یوه روښانه او وده کوونکې ټولنه ولرو.

هغه څرګنده کړه چې یوازې د نصوصو ظاهري معنا ته تم کېدل او پرې ټینګار کول مناسب نه دي. نوموړي د دې مسلې د توضیح لپاره آیات، احادیث او د شرعي احکامو حکمتونه بیان کړل. هغه وویل چې الله تعالی په ټولو احکامو کې حکمت او هدف لري، او ټولې پرېکړې د الهي علم او رحمت پر بنسټ دي.

وروسته د فقه او قانون د ډیپارتمنټ آمر، استاد محمد منصور محب، د سیمینار وړاندې کول پیل کړل. نوموړي څرګنده کړه چې فقه اولویتونه په معاصر وخت کې یوه مهمه اړتیا ده. هغه اسلام د آسان او فطري دین په توګه یاد کړ، چې د انسان ټول مادي او معنوي اړتیاوې پوره کوي او د وخت او شرایطو سره سمون خوري.

په پای کې استاد ناصر احمد هروي د قرآن کریم له نظره د اولویتونو په اړه وینا وکړه. هغه وویل چې د عملونو او کړنو په ترسره کولو کې د عمومي ګټو په نظر کې نیول اړین دي. همدارنګه، د زړه عملونه یې د بدن د غړو عملونو پر وړاندې په لومړیتوب کې وبلل. نوموړي زیاته کړه چې د شرعي احکامو، ارزښتونو، علمونو او نورو مسایلو په درجه بندۍ کې ځینې څیزونه نسبت نورو ته لوړ مقام لري.

غونډه په دې ټینګار سره پای ته ورسېده چې مسلمانان باید د دیني او دنیاوي چارو په ترسره کولو کې د افراط او تفریط څخه ډډه وکړي او د شریعت ټاکلي معیارونه په پام کې ونیسي.