
علمي سيمينار (په اسلامي فقه کې د فقهاوو د اختلاف اسباب)
11 ثور 1402
د ۱۴۰۲ کال د ثور په ۱۱مه، د جامي پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي علمي سيمينار د «په اسلامي فقه کې د فقهاوو د اختلاف اسباب» تر عنوان لاندې د جامي پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې ترسره کړ. په دې علمي سيمينار کې ګڼ شمېر علمي او اداري غړو، د بېلابېلو ادارو مېلمنو او د پوهنتون محصلينو ګډون کړی و.
د غونډې پيل د قران کريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت وشو. په لومړيو کې د پوهنتون علمي مرستيال محترم ډاکټر عتيق الله رحيمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست وينا وکړه او د مناسبي علمي کنفرانسونو په اهميت، د پوهنتون په سطحه د هغوی د اغېز، او د محصلینو د علمي وړتیاوو د لوړولو په اړه خبرې وکړې. نوموړي څرګنده کړه چې د داسې سيمينارونو ترسره کول به هغه پوښتنې چې د فقهي اختلافاتو په اړه د محصلینو ذهنونو کې شتون لري، حل کړي.
وروسته د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي رئیس محترم بصیر احمد نادی خپله وینا وکړه او علمي سیمینار یې په رسمي ډول پیل کړ. په دې سيمينار کې د فقهاوو د اختلاف ۵۰ مهم اسباب وڅېړل شول. استاد بصير احمد نادی د فقهاوو اختلاف د شریعت له نظره رحمت وباله او ویې ویل چې د الله تعالی د خلقت له نښو څخه د ژبو، رنګونو او نظرونو اختلاف دی.
نوموړي د قران کریم آیاتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې فقهي اختلافات تشریح کړل او څرګنده یې کړه چې د فقهاوو نظريات د شرعي نصوصو د مختلف فهم پر اساس دي. هغه د فقهاوو د نظرياتو مستند دلایل چې په فقه او نورو علومو کې یې وړاندې کړي، بیان کړل.
غونډه د شرعیاتو پوهنځي استاد محترم عبدالرحمن عزیزی په دعائیه سره پای ته ورسېده.
په درنښت محمد منصور محب د فقه او قانون د ډيپارتمنټ آمر