
د مجازي اوبو تحلیل او د اوبو مدیریت کې د دې اهمیت
14 میزان 1401
هر کال زیات مقدار اوبه د انسان د مستقیم اړتیاوو لپاره لکه څښاک، پخلی، مینځل او نورو فعالیتونو لپاره مصرفیږي، چې دې ته د اوبو مستقیم مصرف ویل کیږي. خو زیاتې اوبه د کرنې، صنعت او خدمتونو د تولید لپاره مصرفیږي. سره له دې چې دا اوبه ډیرې دي، معمولاً د دې مصرف له پټو والی له کبله د مصرف کوونکو له خوا نه څارل کیږي، خو په حقیقت کې د تولید، مصرف او د اوبو د منابعو د پراختیا لپاره ډېر مهم رول لري. په حقیقت کې، د "مجازی اوبو" مفهوم د اوبو د غیرمستقیم او پټ مصرف په لور یوه نوې لیدلوره ده، چې د تولید او خدمتونو په پروسه کې د انسانانو لپاره په پام کې نیول کیږي. دا مفهوم لومړی ځل په 1993 کال کې د J.A Allen لخوا وړاندې شو.



