
د درملنې پوهنځی د استادانو د علمي څېړنو د پایلو د شریکولو پروګرام ترسره کول
8 قوس 1403
د درملنې پوهنځی او د علمي څېړنو معاونیت د څېړنو پایلو شریکولو، د هېواد د روغتیايي وضعیت د ښه والي او د څېړنو فرهنګ د ودې په موخه، یو علمي ـ څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په ۸مه نېټه د جامی پوهنتون د غونډو په تالار کې د روغتیايي او اکادمیکو بنسټونو د استازو په ګډون ترسره کړ۔
