د جامی پوهنتون د درملنې پوهنځی او د حبیب یار نړیوال روغتون ګډ علمي کنفرانس

17 قوس 1403

د جامی پوهنتون د درملنې پوهنځی او د حبیب یار نړیوال روغتون ترمنځ درېیم ګډ علمي کنفرانس د «نوزادانو ژیړ توب» (Neonatal Jaundice) تر عنوان لاندې د ۱۴۰۳ کال د لړم په ۱۷مه نېټه د متخصصینو، استادانو، کارکوونکو او محصلینو په ګډون ترسره شو.

دا پروګرام چې د حبیب یار نړیوال روغتون د کنفرانس په تالار کې ترسره شو، د درملنې پوهنځي د رئیس ډاکټر سید نعیم عالمي په وینا پیل شو. وروسته، ډاکټر نثار احمد احمدي د نوزادانو ژیړ توب د ننګونو او د تشخیص او درملنې د نوو لارو په اړه یوه جامع پریزنټیشن وړاندې کړه.

په پای کې، ډاکټر فرید احمد اعجاز، د حبیب یار روغتون رئیس، د کنفرانس کلیدي ټکي راټول کړل او د دې ارزښتناکې علمي همکارۍ څخه یې مننه وکړه.