
.د جامي پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي د محصلانو او نورو پوهنتونونو د طب پوهنځیو محصلانو تر منځ د علمي سیالۍ ترسره کول
24 عقرب 1403
د ۱۴ نوومبر (د شکرې ناروغۍ نړیوالې ورځې) په مناسبت، د جامي پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي د محصلانو ترمنځ علمي-سیالۍ د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۰۳ کال د عقرب په ۲۴مه نېټه د دې پوهنتون په کنفرانس سالون کې ترسره شوه. په دې سیالۍ کې د یاد پوهنځي محصلانو ترڅنګ، د سودان هېواد او د کندهار د طب پوهنځي محصلانو ګډون کړی و.
یاده سیالي د "شکرې ناروغي" پر موضوع او لاندې محورو باندې متمرکزه وه:
- د شکرې ناروغۍ ډولونه (۱ ډوله شکره، ۲ ډوله شکره، او د حمل شکره)
- د شکرې ناروغۍ عوامل او د خطر فکتورونه
- د شکرې ناروغۍ نښې او علایم
- د شکرې ناروغۍ د مخنیوي لارې
- د شکرې ناروغۍ د درملنې او مدیریت لارې
- د شکرې ناروغۍ اغېزې په بدن
دا سیالي د معالجوي طب پوهنځي استاد، دوکتور رفیع احمد ملکیار په لارښوونه، او د دوکتور سیدنعیم عالمي (د معالجوي طب پوهنځي رئیس) او دوکتور محمد شفیق پویا (د دې پوهنځي استاد) په قضاوت ترسره شوه.