د خانم دلمس مارتي له لیدلوري د جزايي سیاست څیړنه

27 قوس 1402

د جزايي حقوقو په برخه کې د سیاست جوړونې پروسه یوه خورا پېچلې پروسه ده، او ډېری دولتونه د خپلو ګټو پراساس د جرمونو پیښو ته ځواب ورکوي. د جرمونو پېښو ته عکس‌العمل، د هر هېواد د فرهنګ او معیارونو سره نږدې اړیکه لري. جزایي سیاست چې په حقیقت کې د حکومتي ادارې عکس‌العملونه د جرمونو پیښو په وړاندې ارزوي، په ډېرو مواردو کې کولی شي جزايي حقوقو ته خپلې لوړې موخې لکه د مجرمانو اصلاح او روزنه او د ټولنې کې عدالت تأمین کړي. دا چې جزایي سیاست څه دی، کومو عناصرو ته متکي دی او کومه برخه د جزایي سیاست د مجرمانه پېښو ځواب ورکولو لپاره مناسبه ده، هغه پوښتنې دي چې په دې څیړنه کې مطرح شوي دي. فرض دا دی چې جزایي سیاست د دولت یا حکومتي ادارې عکس‌العمل دی د جرمونو پیښو په وړاندې، د جزایي سیاست عناصر عبارت دي له: تقنینی جزایي سیاست، قضایي جزایي سیاست، اجراییه جزایي سیاست او مشارکتي جزایي سیاست، او همدارنګه تر ټولو غوره ماډل د جزایي سیاست، لیبرال ماډل دی. د دې څیړنې اصلي هدف د جزایي سیاست یو واحد او منل شوی مفهوم ترلاسه کول دي، او فرعي اهداف یې د جزایي سیاست عناصر او ماډلونه پېژندل دي. په دې څیړنه کې د تحلیلي-توصیفي میتود کارول شوی دی او د کتابخانوي وسایلو، علمي مقالې، معتبره ژورنالونه کارول شوي دي، او د دې څیړنې ترټولو مهمه خنډ دا دی چې په افغانستان کې د جزایي سیاست په برخه کې سرچینې کمې دي.