خبرتیا: د محصلینو حاضری په اړه مهم اعلان!
15 سنبله 1403د پوهنتون جامي قدرمنو محصلینو ته خبرتیا! لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، د هر مضمون د حاضري نصاب بشپړول د محصلینو له اساسي مکلفیتونو څخه دی، او د کردیت د لایحې له مخې، د هر مضمون په امتحان کې د ګډون لپاره باید لږ تر لږه ۷۵٪ حاضري پوره شي. له همدې امله، پوهنتون جامي هوډ لري چې، د پخوانیو سمسترونو په څیر، هغو محصلینو ته چې دا معیار بشپړ نه کړي او د هغوی غیر حاضري له ۲۵٪ څخه زیاته وي، په امتحانونو کې د ګډون اجازه ورنه کړي. له همدې امله له ټولو محترمو محصلینو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې په صنفونو کې خپل ګډون ته جدي پاملرنه وکړي. دا هم باید یادونه وشي چې د پوهنتون د ټکنالوژۍ څانګې د محصلینو په پورټل کې د حاضري په برخه کې اساسي بدلونونه راوړي دي، او اوس د حاضري او غیر حاضري ساعتونه په روښانه ډول په پورټل کې مشخص شوي دي