
پوهنتون جامی د طبي شورا په ازموینه کې د غوره نمرې اخیستونکو فارغینو ستاینه وکړه.
6 میزان 1402
په همدې مناسبت، د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۲ کال د وږي ۳۰ نېټه، په پوهنتون جامي کې د کنفرانس په تالار کې غونډه جوړه شوه. په پیل کې، د کلامالله مجید څو مبارک آیتونه ولوستل شول. وروسته، د پوهنتون جامي علمي مرستیال ډاکټر عتیق الله رحیمي د فارغینو مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هېواد اوسني روغتیایي سیسټم ستونزې په ګوته کړې او د طب فارغانو رسالت یې توضیح کړ.
بیا، د طب معالجوي پوهنځي رئیس دوکتور سیدنعیم عالمی د فارغانو لپاره د طبابت د اخلاقو په مراعات کولو ټینګار وکړ. همدارنګه، د عامې روغتیا په استازیتوب د سرویلانس آمر دوکتور امیرنژاد د پوهنتون جامي له هڅو مننه وکړه او فارغان یې د ټولنې په ځانګړې توګه د لرې پرتو سیمو د خدمت کولو او د علمي او تخصصي سویې لوړولو هڅو ته وهڅول.
په دوام کې، د طب معالجوي پوهنځي فارغ دوکتور بشیراحمد بشارت د فارغانو په استازیتوب د پوهنتون جامي د خدماتو او د فارغانو لپاره د ځانګړو حمایوي پروګرامونو د ترسره کولو څخه مننه وکړه.
د دې غونډې په پای کې، د پوهنتون جامي د هغو طب فارغانو چې د هېواد په طبي شورا ازموینه کې یې غوره نمرې ترلاسه کړې وې، په تحسینلیکونو ویاړ وشو.