د کتاب (Contemporary Political Theory: Key Concept) پښتو ته ژباړه

19 حمل 1398

له هغه ځایه چې د حقوقو او سیاسي علومو د څانګې تعلیمي منابع زیاتره خارجي منابع دي او د دې منابعو یوه برخه د دې څانګې د محصلینو لپاره په بشپړ ډول قابل درک نه ده، نو د دې لپاره محمد سعید دانش د اداري-دیپلوماتیکې څانګې آمر پرېکړه وکړه چې ځینې درسي کتابونه له انګلیسي څخه پښتو ته ژباړه کړي او د دې څانګې محصلینو ته وړاندې کړي.

نو، دې څانګې د "مفاهیم کلیدي د معاصرې سیاسي نظریې" (Contemporary Political Theory: Key Concept) کتاب د ۱۳۹۷ کال د زمري په ۵ نېټه د علم سیاست د بنسټونو درس لپاره د درسي منبع په توګه پیل کړ او د خداې په مرسته د ۱۳۹۷ کال د کب په ۱۸ نېټه د دې ژباړې کار پای ته ورسېد.

موږ د دې بریا مبارکي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ، د جامي پوهنتون او ټولو همکارانو ته وړاندې کوو.