د جامي پوهنتون د طب پوهنځی د نړۍ د روغتیا سازمان (WHO) په نړیوال ثبت کې ثبت شو.

25 اسد 1402

د طب معالجوي پوهنځي بل ویاړ! د جامي پوهنتون د طب معالجوي پوهنځی د نړۍ د روغتیا سازمان (WHO) په نړیوال ثبت کې شامل شو.

په هغو محصلینو د اسانتیاوو د برابرولو په موخه چې غواړي د لیسانس له دورې وروسته خپلې لوړې زده‌کړې په بهرنیو هېوادونو کې دوام ورکړي، د پوهنتون مشرتابه پرېکړه وکړه چې یاد پوهنځی د روغتیا نړیوال سازمان په لیست کې ثبت کړي.

د دې ګام له امله، هغو محصلینو ته چې غواړي په بهرنیو پوهنتونونو کې خپلې تحصیلي اسناد تایید کړي، په دې برخه کې اسانه لاسرسی برابر شو.

اوس د جامي پوهنتون د طب پوهنځی د نړۍ د طبي پوهنځیو په نړیوال لیست کې شامل دی. د پوهنځي جزئیات په لاندې انټرنیټي پته کې د دایرکتورۍ ویب‌پاڼې له لارې موندلی شئ: