
“د جامي پوهنتون د طب پوهنځي رسمي ثبت په نړېوال طبي ښوونځیو کې او د ECFMG تایید”
3 قوس 1403
په ویاړ سره اعلان کوو چې د جامي پوهنتون د طب پوهنځی په رسمي توګه د نړېوال طبي ښوونځیو فهرست (World Directory of Medical Schools) کې ثبت شوی او د ECFMG (Educational Commission for Foreign Medical Graduates) لخوا تایید شوی دی. دا بریا دې معنا لري چې د جامي پوهنتون د طب پوهنځي فارغان اوس د USMLE ازموینو لپاره د نوم ثبتولو او د نړېوال ECFMG سند ترلاسه کولو وړتیا لري. دغه سند د نړیوالو برخو کې، په ځانګړې توګه په متحده ایالاتو کې د کار او تحصیل لپاره د فارغانو لپاره بې ساری فرصتونه برابروي. دا لویه لاسته راوړنه د جامي پوهنتون د مدیریت د دوامداره هڅو او د نړېوالو معیارونو سره د علمي او تعلیمي معیارونو د لوړولو لپاره ژمنتیا نتیجه ده. موږ دا بریا ټولو د جامي پوهنتون د کورنۍ غړو ته مبارکي وایو او د راتلونکو لویو پرمختګونو لپاره هیله مند یو.