د استاد بصیر احمد نادی مقاله په (مجلة الأرائک للعلوم والإنسانیات) کې چاپ شوه.

20 جدی 1402

الحمد لله چې د هغه په نعمت سره نېک کارونه بشپړ کېږي. تألیف، تحقیق، مطالعه او کتابت د تمدن له مهمو عناصرو څخه دي، او اسلام پدې موضوع باندې ځانګړې پاملرنه کړې ده، او موږ ته یې د «امت اقرا» په نوم پېژندلي یو. د ملی او نړیوالو ژورنالونو کې د مقالاتو خپرولو لپاره له پراخو هڅو او جدي تعقیب وروسته، الحمد لله، زما لیکنه چې عنوان یې (تألیف، اهمیته، انواعه، حقوقه وعناية الإسلام به) دی، په علمي مجله (مجلة الأرائک للعلوم والإنسانیات) کې د ISSN شمېره (2959-9059) (٣٠٠۵-٧۴١٨) او د دسمبر 2023 په درېیمه ګڼه کې خپره شوې ده، چې د پوهنتون بین المللی الارائک د څیړنو او علمي تحقیقاتو مرکز لخوا خپریږي او د لینک له لارې (https://jou.aiu-iq.net/page6.html) د خلکو لپاره د لاسرسي وړ ده. په دې مقاله کې هڅه شوې چې د تألیف او کتابت مختلف اړخونه، اهمیت، ډولونه، د دې پر حقوقو او اسلام پدې اړوند توجه له قرآني آیاتو، نبوي احادیثو او د نبوت د زرین دور واقعیتونو څخه په ګټه اخیستو سره وڅیړل شي او بحثونه په علمي او مستدل ډول تثبیت شي.