پوهنتون په یوه نظر کې
پوهنتون جامي، د دې خاورې د خلکو د پوهې او علمدوستۍ آيينه، د عصري علومو او فنونو څېړونکی، د علم او ديني خرد خپروونکی او د بصيرت او خوځښت روزونکی، د دې زوړ سيمې د علم او فرهنګ دوستو خلکو د غوښتنې او ارادې پايله ده. د پوهنتون لومړنی بنسټ په ۱۳۸۹ کال کې د لوړو زده کړو د محترم وزارت له خوا د رسمي جواز په ترلاسه کولو سره ايښودل شوی دی.
دا پوهنتون د معاصرو اکادمیکو اصولو او معیارونو په رڼا کې، د هیواد د لوړو زده کړو د قوانینو په مراعات سره، خپلې تعلیمي برنامې د شپږو پوهنځیو په شمول د طب معالجوي، انجینیري، اقتصاد، حقوق او سیاسي علوم، شرعیاتو او زراعت په برخو کې وړاندې کوي او هڅه کوي چې د علم او پوهې نوې او پرمختللې څېره د هېواد ځوانانو او نوي نسل ته وړاندې کړي.
پوهنتون جامي يو ځوان او په وده کې پوهنتون دی، چې د دې پوهنتون د فعاليتونو د پراختيا په موخه، د هرات ښار د شمالي څنډې په يوه مناسبه ساحه کې پنځوس جريبه ځمکه چمتو او ثبت شوې ده. هیله لرو چې په نږدې راتلونکي کې د دې کمپلکس د ودانیزې پروژې کار پیل شي.