د پوهنتون مشاورین

د استاد عبدالرؤف مخلص هروی لنډ ژوندلیک

پوهنوال استاد عبدالرؤف مخلص هروی په ۱۳۴۰ هجري شمسي کال کې د هرات ولایت د نقره کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې. استاد مخلص د هرات ولایت د جامعې ښوونځي زده کړې بشپړې کړې او بیا یې خپلې اکادمیکې زده کړې د کابل پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي کې د لېسانس تر کچې ادامه ورکړې. وروسته یې د مصر د الازهر پوهنتون د شرعیاتو او قانون پوهنځي ته داخله ورکړه. استاد مخلص هروی د پاکستان د الشهادة‌العالمیه پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړ.

استاد عبدالرؤف مخلص د خپل علمي کارنامې په اوږدو کې ځینې روښانه او مهم آثار لري، چې له هغې جملې یې د انوارالقرآن ۶ جلده تفسیر دی. دغه علمي شخصیت د ۱۳۷۱ کال څخه تر ۱۳۷۴ کال پورې د هرات د مطالعاتو او کلتور ریاست سمبال کړی و او د ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۵ پورې د هرات پوهنتون د ریاست مسؤولیت یې درلود. همدارنګه د ۱۳۸۹ کال څخه تر ۱۳۹۲ کال پورې د پوهنتون جامي د ریاست دنده هم تر سره کړې.

مهم‌ترین آثار علمی

تألیفات

۱ – ترتیب او تحریر: د انوار القرآن تفسیر

۲- د علم په عصر کې د قرآن معجزې تجلی (د پوهنمل ترفیع ته رساله)

۳- اداري فساد او د دې سره مقابله د اسلامي شریعت له نظره (د پوهندوی ترفیع ته رساله)

۴- فقه صحیح البخاري چې د عمدة القاري پر اساس معتمد دی

۵- د صحیح البخاري د ایمان او علم کتابونو تشریح (د پوهنوال ترفیع ته رساله)
۶- د هجرت په ښوونځیو کې د منځنۍ مرحلې د صنفونو لپاره د قرآن تجوید رساله

ترجمه‌ها:

۱- د فتح الملهم شرح صحیح مسلم ترجمه په فارسي ژبه

۲- د کتاب «اهلل والنفس البشریة» ترجمه: خدا او د انسان روان

۳- د ډاکټر قرضاوي له خوا د «مشکل فقر او د هغې درملنه په اسلام کې» کتاب ترجمه

۴- د تفسیر المنیر فی العقیدة والشریعة والمنهج د کتاب ترجمه په فارسي

۵- د کتاب «الفقه الحنفی بادلته» د نکاح او شخصي حالاتو برخه ترجمه

۶- د کتاب «ادارة الصالة» ترجمه: د لمانځه مدیریت

۷- د کتاب فقه میسر ترجمه په فارسي

۸- د ډاکټر عایض قرني د تفسیر میسر ترجمه

۹- د امام اعظم ابو حنیفه (رح) مناقب په فارسي

د دکتور عبدالرحمن شیرزاد لنډ ژوندلیک

استاد پوهندوی دکتور عبدالرحمن شیرزاد په ۱۳۸۵ کال کې د هرات پوهنتون د کمپیوتر ساینس پوهنځۍ څخه فارغ شو او وروسته یې د ماستري په برخه کې د آلمان د برلین تخنیکي پوهنتون کې داخلې ترلاسه کړې. د ماستري دورې بریالي پای ته رسولو وروسته، موصوف د ډاکټرا لپاره هم په همدغه پوهنتون کې داخل شو او په ۲۰۱۸ کال کې یې د ډاکټرا سند ترلاسه کړ. د دکتور شیرزاد د تحصیل پر مهال ګڼ شمېر علمي او تحقیقي مقالې لیکلې او د ملي او نړیوالو علمي-اکادمیکو ژورنالونو او مرکزونو کې یې ګڼې فعالیتونه ترسره کړي.
استاد شیرزاد په خپل کاري ژوند کې د هرات پوهنتون د کمپیوتر ساینس پوهنځۍ کې د تدریس ترڅنګ، د دې پوهنځۍ د مرستیالۍ په ګډون نورو مسولیتونو هم ترسره کړي دي.

د پوهندوی دکتور عبدالرحمن شیرزاد ځینې علمي او تحقیقي فعالیتونه:

نمبر سرلیک د خپرولو/جوړولو ځای د خپرولو/جوړولو نیټه د فعالیت ډول
۱ Shaping the Selection of Fields of Study in Afghanistan through Educational Data Mining Approaches پوهنتون تخنیکی برلین، آلمان July 2018 دکتورا تیزس
۲ Transforming a Paper-Based Library System to Digital in Example of Herat University پوهنتون تخنیکی برلین، آلمان February 2010 ماستری تیزس
۳ Education in Afghanistan: Challenges and Suggestions for Improvement پوهنتون تخنیکی برلین، آلمان April 2017 تخنیکی راپور
۴ Applicability of Educational Data Mining in Afghanistan: Opportunities and Challenges Raleigh, NC USA July 2016 پوستر
۵ Data is the Fuel of Organizations: Opportunities and Challenges in Afghanistan arXiv.org January 2018 مقاله
۶ Applicability of Educational Data Mining in Afghanistan: Opportunities and Challenges arXiv.org March 2017 مقاله
۷ Using Descriptive Analytics for the Improvement of National University Entrance Exam: A case study in the Context of Kankor in Afghanistan arXiv.org December 2016 مقاله
۸ Evaluation of Existing Web Structure and Services of Afghan Universities اندیشه (فصلنامه علمی – تحقیقی پوهنتون هرات) ۲۰۱۵ مقاله
۹ بررسی ثبت و مشارکت منابع کتابخانه ای در محیط الکترونیکی در افغانستان پوهنتون هرات ۲۰۱۴ علمی ترقۍ اثر
۱۰ Afghanistan Kankor: Analysis of a Butterfly Effect from a Descriptive and Predictive Analytics Perspective پوهنتون تخنیکی برلین، آلمان July 2017 سمینار
۱۱ A Walk-through Modern Education System of Afghanistan since 1875: Challenges and Improvements پوهنتون تخنیکی برلین، آلمان March 2016 سمینار
۱۲ Educational Data Mining, and its Impacts on the Educational System پوهنتون تخنیکی برلین، آلمان May 2015 سمینار
۱۳ Afghan Alumni Portal for Members of Afghanistan Higher Education پوهنتون تخنیکی برلین، آلمان March 2015 سمینار
۱۴ Structure of the Web Presence of the Afghan Universities پوهنتون تخنیکی برلین، آلمان September 2014 سمینار
۱۵ Web Application Security and Awareness وزارت تحصیلات عالی افغانستان December 2016 کنفرانس
۱۶ Applicability of Educational Data Mining پوهنتون تخنیکی برلین December 2017 کنفرانس
۱۷ The Role of Higher Education in Afghanistan پوهنتون تخنیکی برلین، آلمان August 2016 کنفرانس
۱۸ Challenges for Education in Afghanistan وزارت تحصیلات عالی افغانستان December 2015 کنفرانس
۱۹ Afghan Alumni Online Portal Concept: for Afghanistan Higher Education پوهنتون تخنیکی برلین، آلمان December 2015 سمینار
۲۰ خدمات و محصولات شرکت گوگل و روش های جستجو پوهنتون هرات June 2013 سمینار
۲۱ Database Automation with MySQL Triggers and Event Schedulers موسسه تحصیلات عالی هریوا January 2015 سمینار
۲۲ Learn more about Computer Science موسسه تحصیلات عالی هریوا April 2015 سمینار

د استاد فرشته صالحی لنډ ژوندلیک

استاد فرشته صالحی په هرات ښار کې زیږیدلې ده. نوموړې خپل لومړني زده‌کړې په ایران کې تر سره کړې او د هرات ولایت د امیرعلي شیر نوایي ښوونځي کې یې د لیسې دوره پای ته ورساوه. وروسته یې په هرات پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې د لیسانس تحصیل بشپړ
کړ. د دې دورې تر پای ته رسیدو وروسته، د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره د مالیزیا اسلامي پوهنتون ته ورغله او هلته یې په مقایسه حقوقو کې د ماستري دوره پیل کړه.

استاد فرشته صالحی له پخوا څخه تر اوسه پورې د پوهنتون جامي سره همکاره ده او په دې سازمان کې یې په بېلابېلو دوره ګانو کې مختلفې مسؤلیتونه پر غاړه اخیستي دي. د پوهنتون جامي د محصلانو د چارو معاونیت یوه له هغو مسؤلیتونو څخه وه چې په تېر وخت کې یې پر مخ وړې ده.

شریکول

وروستۍ خبرونه