د پوهنتون ریاست

د ډاکټر میر محمد ایوبي ژوندلیک

ډاکټر میر محمد ایوبي په ۱۳۶۷ هـ ش کال کې د هرات ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړي د خپلې لومړنۍ او منځنۍ دورې زده کړې په سلطان غیاث الدین غوري ښوونځي کې بشپړې کړې، او د لېسې دوره یې په مولانا عبدالله هاتقي لیسه کې پای ته ورسوله.

هغه په ۱۳۹۳ کال کې د هرات پوهنتون د اقتصاد او مدیریت پوهنځي څخه د لېسانس سند په بریالیتوب ترلاسه کړ او له هغې وروسته یې د کابل آزاد اسلامي پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي څخه د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

میر محمد ایوبي په ۱۳۹۶ کال کې د فردوسي مشهد پوهنتون کې د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د دوکتورا زده کړې پیل کړې. نوموړي څو ورځې وړاندې د دې دورې نظري درسونه په بریالیتوب سره پای ته ورسول، او اوس مهال د خپلې دوکتورا د رسالې په څېړنې او لیکنې بوخت دی.

ډاکټر ایوبي د پوهنتون جامي له جوړېدو راهیسې له دې علمي - اکادمیک بنسټ سره نږدې همکاري کړې ده. هغه تل د لنډمهاله او اوږدمهاله ستراتیژیکو پلانونو په جوړولو کې له اړوندو کمیټو سره نږدې همکاري کړې ده. د هغه څو علمي – تحقیقي مقالې هم د پوهنتون جامي په علمي – څېړنیز فصلنامه کې خپرې شوې دي.

ډاکټر ایوبي د لوړ همت او ټینګې ارادې سره د سوداګریزو شرکتونو، اکادمیکو بنسټونو او خیریه بنیادونو په جوړولو سره تل د خپل ولس لپاره د رښتینې خدمتګذارۍ په فکر کې و. هغه د اباد او سرلوړي افغانستان د جوړولو په لار کې تل په خپله برخه کې هڅه کړې ده.

بې له شکه، د ډاکټر ایوبي د علمي او مدیریتي وړتیاوو په پام کې نیولو سره، د پوهنتون جامي د رئیس په توګه د هغه حضور د زده کوونکو لپاره د نوو علومو او مهارتونو زده کړې لپاره غوره فرصت برابر کړی دی او د علمي او اداري کادر لپاره به هم د ښېندنې او د پوهنتون د کیفیت لوړولو فرصتونه برابر کړي.

شریکول

وروستۍ خبرونه