د محصلانو معاونیت

د محصلانو چارو معاونیت د پوهنتون د جدي او حساسو برخو څخه ده، چې د محصلانو سره په مستقیم تماس کې وي او د دوی عامو اړتیاوو د پوره کولو مسؤلیت لري. په پوهنتون جامي کې د محصلانو چارو معاونیت د پوهنتون د ریاست تر مستقیمې څارنې لاندې فعالیت کوي او د محصلانو لپاره د پوهنتون د لومړۍ دروازې حیثیت لري.

ټول محصلان د همدې ادارې له لارې جذبېږي او اړوندو پوهنځیو ته معرفي کېږي. د زده کړو په جریان کې د محصلانو ټولې تعلیمي کړنې په دې اداره کې ثبت او ارزول کېږي. د هر کال په پای کې دغه اداره د پوهنتون ریاست ته راپور وړاندې کوي، تر څو د همدې راپورونو او کلنیو احصائیو پر اساس د راتلونکي کال پلانونه جوړ شي.

د دې معاونیت یو مهم مسؤلیت د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو تطبیق څارنه ده، چې په دې برخه کې د پوهنتون د شپږګونو پوهنځیو د چارو په منظم ډول ارزونه او اړوند مشورې ورکول پکې شامل دي.

د محصلانو چارو معاونیت د پوهنتون د نظم او ډسپلین کمیټې ریاست پر غاړه لري. دغه کمیټه د میاشتنۍ پلان له مخې د نظم اړوند څېړنې ترسره کوي او په اړتیا وړ وختونو کې پراکنده ارزونې هم کوي. که د محصلینو له خوا کومه بې نظمي یا شخړه رامنځته شي، نو کمیټه په عاجل ډول د موضوعات په هر اړخیزه توګه څېړنه کوي او د ستونزو د کنټرول او حل لپاره عادلانه پرېکړې کوي.

موخې (اهداف):

  • د دې معاونیت اړوند چارو ترسره کول د لوړو زده کړو وزارت د مصوبو او لارښوونو په مطابقت کې.
  • د محصلینو د ظرفیت لوړولو لپاره پلان جوړونه او هغوی په علمي پروګرامونو کې برخه اخیستنه.
  • د محصلینو فزیکي او رواني روغتیا ته پاملرنه د سپورټي، کلتوري او نورو پروګرامونو د تدویر له لارې.
  • په پوهنتون کې د مراجعینو رضایت ترلاسه کول او له بې‌ځایه کاغذپرانیو مخنیوی.

اساسي ارزښتونه:

  • په بېلابېلو پوهنځیو او د پوهنتون په حریم کې د اخلاقي معیارونو رعایت.
  • د نوې پوهې انتقال محصلینو ته.
  • د محصلینو د اسانتیاوو، هوساینې او فکري ودې لپاره پلان جوړونه.
  • په اجراآتو کې نوښت او شفافیت.
  • د معاونیت د چارو وضاحت او مسوولیتونه

    1. د محصلینو د چارو په برخه کې له د پوهنتون له رئیس سره همکاري او د محصلینو د چارو د ښه والي لپاره مشورې ورکول.
    2. د معاونیت اړوند فعالیتونو او ادارو څخه څارنه او مشري.
    3. د تدریسي وضعیت د ښه والي لپاره ضروري تدابیر نیول او په پوهنځیو کې د زده کړې چاپېریال ښه کول.
    4. د محصلینو اړوند مقررات، لوایح او طرزالعملونه ارزول، او د اړتیا په صورت کې د تعدیل طرحه برابرول او لوړو مقاماتو ته وړاندې کول.
    5. د ازموینو څارنه او د محصلینو د ازموینو د ترسره کېدو څرنګوالي څارنه.
    6. د نوي شاملېدونکو محصلینو منل، د محصلینو د نتایجو ثبت، اکادمیک ځنډ، د غیر حاضر او ناکامو محصلینو انفصال د لوړو زده کړو وزارت معیارونو سره سم، او د درسونو پلانونو او تقسیم اوقاتونو ارزونه.
    7. د معاونیت د اداري برخې په همکارۍ، د محصلینو لپاره د سالمو او مفیدو غیرصنفي فعالیتونو لکه ورزش، هنري، ښوونیز، ټولنیز او عام‌المنفعه پروګرامونو تنظیم او عملي کول.
    8. د محصلینو اړوند احصائیه او شمېرو څارنه او تایید، ترڅو اړوندو ادارو ته د هر سمسټر په جریان کې واستول شي.
    9. د عملي او ساحوي کارونو د ترسره کولو لپاره اړوند امکانات برابرول.
    10. د صنفونو له استازو سره د دوامدارو غونډو ترسره کول، د ستونزو حل او د پوهنتون د پرمختګ لپاره د نظرونو راجلب.
    11. د علمي ترفیعاتو کمیټې غړیتوب.
    12. د نظم او ډسپلین کمیټې ریاست.
    13. د ازموینو کمیټې ریاست.
    14. د فارغانو لپاره د ډیپلوم او ترانسکرپټ د ورکولو څارنه.
    15. د محصلینو د چلند او لباس څارنه، د اناث او ذکور صنفونو په حاضري کې ګډون، او د پوهنتون د قوانینو او مقرراتو رعایت په اړه لارښوونې.
    16. د کلنیو فعالیتونو راپور جوړول او ریاست او د پوهنتون علمي شورا ته وړاندې کول.
    17. د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړو څارنه او د محصلینو په برخه کې د هغو تطبیقول.
    18. د پوهنتون اړوند اسناد، مکاتیب او معلوماتو محرم ساتنه د دندې په جریان کې او د دندې وروسته.
    19. نورې دندې چې د پوهنتون د اصولو او قوانینو له مخې ورسپارل کېږي.

 

عبدالرؤف قاری‌زاده

استاد عبدالرؤف قاری‌زاده په ۱۳۵۲ کال کې د هرات ولایت په یوه دینداره او روښانه‌اندې کورنۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده‌کړې د هرات ولایت د سلطان غیاث‌الدین غوري لیسې کې بشپړې کړې. له هغې وروسته یې د لوړو زده‌کړو لپاره د هرات طبي علومو انسټیټیوټ ته لار وموندله او په ۱۳۷۶ کال کې یې دا دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

استاد قاری‌زاده په ۱۳۹۳ کال کې د حقوقو او سیاسي علومو له څانګې د لیسانس سند ترلاسه کړ. بیا یې خپلې لوړې زده‌کړې د عامه ادارې په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې تعقیب کړې او په ۱۴۰۰ کال کې له دې څانګې فارغ شو.

کاري تجربې

استاد عبدالرؤف قاری‌زاده په خپل مسلکي ژوند کې په بېلابېلو مهمو دندو کې دندې ترسره کړې دي، چې له هغې څخه لاندې یادونه کولی شو:

  • د هرات حوزوي روغتون د رهبرۍ بورډ کې د ۴مې درجې مدیریت دنده.
  • د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په دفتر کې د BDN کوارډینېټر په توګه کار کول.
  • له مشهورو نړیوالو موسسو لکه UNODC او MSF سره همکاري.

استاد عبدالرؤف قاری‌زاده د علمي پوهې او عملي تجربې په ګډونه سره د مدیریت او علمي برخو یو اغېزناک شخصیت بلل کېږي.

شریکول

وروستۍ خبرونه